د افغانستان ددموکراسی اوپرمختګ ټولیز غورځنګ درهبری ومحترم هیئت ته! دبیلجیم په هیوادکی دافغان کډوالوپیغام


د افغانستان ددموکراسی اوپرمختګ ټولیز غورځنګ

درهبری ومحترم هیئت ته!

دبیلجیم په هیوادکی دافغان کډوالوپیغام

ګرانو اومحترموملګرو،دسولی اوټولنیزعدالت مشعلدارانو!د۱۳۸۴ کال دمرغومی دمیاشتی په لمړیولسوورځوکښی دراډیواومطبوعاتودلاری موواریدل چی دافغانستان ددموکراسی اوپرمختګ ټولیز غورڅنګ ګوند دافغانستان  داسلامی دولت دعدلیه دوزارت نه  دسیاسی کاراو فعالیت  اجازه يي ترلاس   کړ،لمړی  ترهرڅه نه مخکی تاسوته پدی ستر وګړنی اوهیوادنی کار کی  دزړه له کومی مبارکی وایو اوتاسوته دګران هیوادپه  دی  اساسو شیبوکی  ستاسو دتګلاری اوکړنلاری په تطبقولواوپه ترسره کولوکی دهیواد دستروپرګنواواولسونوپه وړاندی دلابریاوو هیله کوو،په داهسی حال کی چی موږ  ستاسو ملی وطنوپالو اوهیوادپالوملګرواودوستانوڅخه جسمآ لیری یومګر زړونه موستاسوسره تړلی دی،هیلی ،موخی اوارمانونه موتل ستاسودهیلو،موخواوارمانوسره یوشان اوګډدی ،نوپه ټینګه ارادی سره ،په صداقت اوایمانداری سره وایو چی موږ روحآ اوجسمآ ستاسوسره یو،ستاسودګډسیاسی اوسازمانی کاراوستاسوددی سپیڅلی ارمان اوموخی ملګری وو اوملګری مویو،موږپه ډاډاواطمینان سره تاسوته  وایوچی موږ ستاسوددی نیک کاراوشجاعانه اوجسورانه عمل نه په کلک هوډاودریڅ سره ملاتړ،ننګه اودفاع کوواوخپل پیوستون اویووالی ستاسودسیاسی فعالیت اوسازمانی پروګرام سره اعلامه وو،تاسومحترموملګرواودوستانوته دبریاوواودموفقیتونو،دیـووالی اودیوموټـــی کیدوهیلی کــــوو،اوتاسوته خپل  دملاتړاوپیوستون ډاډدرکواووتاسوښاغلواواغلوګرانوملګرواودوستانوته داهسی وایو:

 

په خیر سره مخ ته  ځي

په خیر سره وخپل دغه

وګړنی اوافغانی تګ لاری ته

ادامه ورکړي

زموږوخلکوته ستاسوسپیڅلی لاره

دحقیقت دمینـــی اودمحـــبت لاره

دمساوات دوروروالی دعدالت لاره

زموږوخلکوته دترقی اوښه خدمت لاره

زموږوپرګنوته د ژوندون اوښه رسالت لاره

زموږوټولنی ته ددموکراسی،پرمختګ

اوپیشرفت لاره

چی تاسي!

په خپلوعلمی ،منطقی اومدلل کړنلاری سره

دوباره،بل ځل دمینی اودژونددچینی څخه

په الهام اخیستلوسره

سربیره پرډیرومشکلاتو

اوسربیره پرټولوناخوالو

دمینی پرواټ باندی موګامونه اوچت کړل

په نوی سوچ اونوی فکرسره

پردا سپیځلی لاره موقدمونه واخیستل

په کلک هوډاوټینګ دریځ سره

بل ځل دمینی پرواټ روان یاست

تاسوته اوستاسو ددی تګ لاری

دروان کاروان وټـــولـــومـلګـروته

دستروبریاووهیلی کوو .

په درنښت

میشته افغان کډوال

دبیلجیم دهیوادنه

 

 

 

 


February 2nd, 2006


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها